دطالبانوکرغیړن کارونه ښئ،دوی سولې ته ژمن نهدی اوجګړه غواړی
دافغانستان د ولسمشرۍپه خبرپاڼې کې ویل شوی دی،د افغانستان حکومت دیوه مسئول ولسی نظام په توګه خپله دنده ترسره کړې،خو مخالف لوری،هغه څه چې تمه ترې کېده ونهکړل.
زمونږخبریال وائی د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ بیګا په یوې خبرتیا کې وئیلی دی په ابوظبئ کې دکابل حکومت له پلاوی سره نه کتل د طالبانو جنګ غواړی خوی نندارې ته وړاندې کوی ا و دوی وښودله چې له سولې سره هیڅ ګروهنه نه لری .
پژواک خبری سایټ هم لیکلی دی دافغانستان د ولسمشرۍ په دغې خبرپاڼې کې ویل شوی دی ، د افغانستان حکومت دیوه مسئول ولسی نظام په توګه خپله دنده ترسره کړې ، خو مخالف لوری ،هغه څه چې تمه ترې کېده ونهکړل.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د طالبانو له استازو سره د روانې اوونۍ د دوشنبې او سې شنبې په ورځو د متحده عربی اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې په داسې حال کې خبرې کړې چې د پاکستان، متحده عربی اماراتو او سعودی عربستان استازی هم پکې حاضر وو . په دې ورځو د افغان حکومت یو پلاوی هم په ابوظبۍ کې و، خو طالبانو ورسره ونه کتل چې دغې چارې هم دامریکائی چارواکو او هم د کابل حکومت د مسئولانو اندیښنې ا و شکونه راولاړ کړی د ی.