له افغانستانه دامریکائی عسکرو وتل دافغانانولپاره څه اهمیّت نه لری
چخانسوری ټینګار کړی ، دافغانستان حکومت او ولس غواړی ، چې د دغه هیواد پوځ دبهرنیو عسکرو له مرستو پرته دافغانستان دفاع وکړی .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ دافغانستان د ولسمشر ویندوی هارون چخانشوری په افغانستان کې د امریکائی پوځیانو د کمولو لپاره دسپیڼې ماڼۍ د چارواکو د وروستۍ فیصلې په باب وئیلی دی ، په تیرو څلورو کلونو کې دافغانستان د امنیت تامینیدا د افغانستان د ددفاعی اوامنیتی ځواک پر غاړه دی او په دې زمینې کې بهرنی عسکرو هیڅ رول نه دی لوبولی .
هغه ټینګار کړی ، ځینې اندیښنې شته چې له افغانسانه د امریکائی عسکرو په وتلو سره دغه هیواد نسکوریږی ، خو دافغانستان وسلوال پوځ پخپل کړچار سره ښودلې ده چې دا یو ناسم خیال اوتحلیل دی .
چخانسوری ټینګار کړی ، دافغانستان حکومت او ولس غواړی ، چې د دغه هیواد پوځ دبهرنیو عسکرو له مرستو پرته دافغانستان دفاع وکړی .