د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات وځنډېل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i79216-د_افغانستان_د_ولسمشرۍ_انتخابات_وځنډېل
د افغانستان د انتخاباتو کمېشن په دغه هېواد کښې د درې مياشتو لپاره د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 26, 2018 15:27 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات وځنډېل

د افغانستان د انتخاباتو کمېشن په دغه هېواد کښې د درې مياشتو لپاره د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډېدو خبر ورکړ.

د اېسنا د رپوټ له مخې د افغانستان د انتخاباتو کمېشن وويل، د دغه هېواد د ولسمشرۍ انتخابات چې ټاکل شوې وه د ۲۰۱۹ کال د اپرېل په شلمه نېته وشي د دريو مياشتو په ځنډ سره کيږي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نامزدو د نوم ليکنې د چلند سستي د دغه ځنډ يو دليل اعلان شوے دے.

له دې مخکې د افغانستان د انتخاباتي کمېشن يو غړي رفيع ا... بېدار هم ويلي وو چې د انتخاباتو د ځنډېدو مقصد د انتخاباتي چارو لا ښه کول او پکښې اصلاحات راوستل دي چې کار او وخت ته لا زيات ضرورت لري.