له طالبانوسره دایران خبرې اترې د افغانستان دحکومت په غږملتیاسره دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i79229-له_طالبانوسره_دایران_خبرې_اترې_د_افغانستان_دحکومت_په_غږملتیاسره_دی
د ایران دملی امنیت د لوړې شورا د دارلانشاء ویندوی ددې خبرې په کولو سره چې په تهران کې به له طالبانو سره خبرې اترې دوام وکړی ، ووئیل ، ایران به ډیر زر په دې باب اطلاعات له ټولو سره شریک کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 27, 2018 03:58 Asia/Kabul
  • له طالبانوسره دایران خبرې اترې د افغانستان دحکومت په غږملتیاسره دی

د ایران دملی امنیت د لوړې شورا د دارلانشاء ویندوی ددې خبرې په کولو سره چې په تهران کې به له طالبانو سره خبرې اترې دوام وکړی ، ووئیل ، ایران به ډیر زر په دې باب اطلاعات له ټولو سره شریک کړی .

  زمونږ خبریال راپورراکړ  د ایران  ملی امنیت دلوړې شورا  د سکرټریټ    ویندوی  کیوان خسروی   دایران له دوهم ټیلیویژنی چینل سره  په خصوصی خبرو کې  روښانه کړې ،  په هغو خبرواترو  کې چې له دې مخکې  دایران او طالبانو ډلې ترمینځ شوی ،په افغانستان کې د  بیلابیلو لورو  دلیدتوګو له نزدې کولو سره مرسته  شوې  

  د ایران دملی  امنیت د لوړې  شورا د دارلانشاء  ویندوی  ددې خبرې په  کولو سره  چې   په تهران کې به له طالبانو سره  خبرې اترې دوام وکړی ، ووئیل ،  ایران  به ډیر زر په دې باب   اطلاعات له ټولو سره شریک کړی .

  اسلامی ایران   په سیمې او نړۍ کې  دیوه ترټولو  اغیزمن هیوادوپه توګه  تل  دافغانستان  پشمول دسیمې د شخړو او ترینګلتیاؤ   دسیاسی او  خبرواترو له لارې په حل کولو پسې دی . 

خسروی   افغانستان  ته د علی شمخانی یوه ورځنی سفر ته په اشارې سره  ووئیل ، په دغه سفر کې  دافغانستان د  سولې دبهیر  او امنیت په باب د دغه هیواد   له حکومتی  شخصیتونو ،مسئولانو او  سیاسی  شخصیتونو سره  په کتنو کې    بحث او خبرې اترې شوی دی .