حنيف اتمر: د ولسمشریزو انتخاباتو ځنډيدل د قانون خلاف عمل دے
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i79253-حنيف_اتمر_د_ولسمشریزو_انتخاباتو_ځنډيدل_د_قانون_خلاف_عمل_دے
د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار او راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ته احتمالي کانديد حنیف اتمر د یوې اعلانیې په خپرولو سره ویلي چې انتخابات د ولسواک نظام او ډیموکراسۍ یو مهم رکن دے او اساسي قانون د هغو د ترسره کېدو لپاره معینه نېټه ټاکلې ده.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 28, 2018 05:05 Asia/Kabul
  • حنيف اتمر: د ولسمشریزو انتخاباتو ځنډيدل د قانون خلاف عمل دے

د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار او راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ته احتمالي کانديد حنیف اتمر د یوې اعلانیې په خپرولو سره ویلي چې انتخابات د ولسواک نظام او ډیموکراسۍ یو مهم رکن دے او اساسي قانون د هغو د ترسره کېدو لپاره معینه نېټه ټاکلې ده.

د نوموړي په فیسبوک پاڼه د خپرې شوې اعلانیې له مخې، د حکومت د کمزورې رهبرۍ او د هېواد د ناسم مدیریت له امله د افغانستان خلق په بدو حالاتو کښې شتون لري، ضروري ده چې دانتخاباتو پروسه په ټاکل شوي وخت او له مخکې څخه داعلان شوې تقویم له مخې ترسره شي.

سرچینه ليکي، د معلوماتو له مخې د حکومت د دباو له امله دانتخاباتو کمېشن په پام کښې لري چې د انتخاباتو ترسره کېدل شاته وغورځوي، چې دغه کار داساسي قانون د ۶۱ مادې د ۲ او ۳ فقرې او دانتخاباتو د قانون له ۴۷ او ۷۱ مې مادې له موادو سره څرګند مخالفت دے او دا کار هېواد د بحران خواته بیایي.

اعلانیه کښې وړاندې لیکل شوي چې دوی به اجازه ور نه کړي چې هېواد له داسې یو حالت سره مخامخ شي چې وروسته بیا پښېماني هیڅ ګټه ونه لري.