ولسي جرګې د ۱۳۹۸ مالي کال د بودجې طرحه تصویب کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i79351-ولسي_جرګې_د_۱۳۹۸_مالي_کال_د_بودجې_طرحه_تصویب_کړه
د افغانستان ولسي جرګې د ۱۳۹۸ مالي کال د بودجې طرحه چې ۳۹۹ میلیارده افغانۍ عادي او انکشافي بودجه په کې شامله ده، تصویب کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 01, 2019 02:29 Asia/Kabul
  • ولسي جرګې د ۱۳۹۸ مالي کال د بودجې طرحه تصویب کړه

د افغانستان ولسي جرګې د ۱۳۹۸ مالي کال د بودجې طرحه چې ۳۹۹ میلیارده افغانۍ عادي او انکشافي بودجه په کې شامله ده، تصویب کړه.

د پژواک په لیکنه، د راتلونکي مالي کال د بودجې طرحه چې ۲۷۵ میلیارده افغانۍ عادي او ۱۲۴ میلیارده افغانۍ انکشافي بودجه په کې شاملېږي او په ټول کې د تېر مالي کال په پرته ۱۲ سلنه زیاته شوې، د لړم په ۲۰مه مشرانو جرګې ته وړاندې شوې وه او دې جرګې د لېندۍ په څلورمه له ځینو وړاندیزونو سره یو ځای تایید کړه.

د ۱۳۹۷ مالي کال بودجې ۲۶۷ میلیارد افغانۍ عادي او له ۹۰ میلیارد افغانۍ انکشافي بودجه وه.

د ۱۳۹۸ مالي کال د بودجې طرحه چې د مرغومي په لومړۍ پیل شوې ده او لېندۍ په اوومه مالیې وزارت ولسي جرګې ته د تصویب لپاره وړاندې کړه.

د مالیې وزارت چارواکي وايي، دا طرحه د شته منابعو، واقعیتونو او د حکومت د لومړيتوبونو پر اساس ترتیب شو چې د برېښنا د لېږد او پراختیا، د دولتي ودانیو د رغولو، د اوسپنې پټلیو او نورې پروژې په پام کې نیول شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ډېره بودجه په ترتیب سره امنیتي سکټور، زیربیناوو، پوهنې، حکومتولۍ، کرنې او کلیو پراختیا ته ځانګړې شوې ده.

ماليې وزارت وايي، د یادې بودجې ۱۸۸ میلیارد افغانۍ بودیجه له داخلي عایداتو او پاتې نوره د بهرنیو ملاتړ کوونکو له مرستو مویلېږي.

دغه راز د سرچینې د معلوماتو له مخې، له ټولې ۱۲۴ میلیارد افغانیو پراختیايي بودیجې ۶۱ میلیارد بودیجه اختیاري او ۶۳ میلیارد نوره غیر اختیاري بودیجه ده چې د نړیوالو ملاتړکوونکو بنسټونو او هېوادونو لخوا به مصرف شي.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې له ټولو ۱۳۶ غړو اوو کسانو دې طرحې ته د رد رایې او پاتې ټولو د تایید اریې وکارولې او دغه طرحه یې تصویب کړه.