د اشرف غني په دباو سره د ولسمشرۍ د انتخاباتو ځنډېدل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i79374-د_اشرف_غني_په_دباو_سره_د_ولسمشرۍ_د_انتخاباتو_ځنډېدل
د افغانستان د ملي امنيت مخکيني صلاحکار وويل، د دغه هېواد د انتخاباتو د کمېشن لخوا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې ځنډ د کابل د حکومت په دباونو سره ترسره شوے دے.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 02, 2019 05:26 Asia/Kabul
  • د اشرف غني په دباو سره د ولسمشرۍ د انتخاباتو ځنډېدل

د افغانستان د ملي امنيت مخکيني صلاحکار وويل، د دغه هېواد د انتخاباتو د کمېشن لخوا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې ځنډ د کابل د حکومت په دباونو سره ترسره شوے دے.

د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې حنيف اتمر پرون يو ځل بيا د افغانستان د ولسمشرۍ ارګ ماڼۍ د انتخاباتو په کمېشن باندې د دباونو په راوړلو تورنه کړه.

هغه وويل، ټاکل شوې ده د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې هغه له اشرف غني سره سيالي وکړي.

له دې مخکې هم د افغانستان د اساسي قانون په اجرا باندې څارونکي کمېشن د دغه هېواد د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې ځنډ د اساسي قانون په خلاف بللے ؤ.