افغانان غواړي چې ایران د صلحې بهیر کښې ورګډ شي
د افغانستان یو حزبي چارواکي وویل چې د دغه هیواد خلک د افغانستان د صلحې د خبرواترو په بهیر کښې د ایران د اسلامي جمهویرت د شاملیدو غوښتونکي دي.
د افغانستان د رفاهِ ملي ګوند عمومي منشي محمد حسن جعفري زمونږ خبریال ته په مرکه کښې ټینګار وکړ چې ایران تل په افغانستان کښې د صلحې د ټینګښت په لړ کښې هلې ځلې کړې دي او افغانستان هم د دې کوششونو هرکلی کوي.
هغه په دې خبرې سره چې د ایران او افغانستان ملګرتیا د دغه هیواد ډیرې ستونزې هواروي، زیاته کړه: افغانستان نن سبا له هر څه زیات، صلحې او ثبات ته ضرورت لري.
ښاغلي جعفري وویل: افغانان، ایرانیان خپل دوستان او وروڼه ګڼي او د امریکې په شان هیوادونه هیڅکله د افغانانو لپاره د ایران ځاې نه شي نیولې.
هغه ټینګار وکړ چې روسیه او امریکا ادعا کوي چې په افغانستان کښې د صلحې په تکل کښې دي خو په دې هیواد کښې د هغوي د نیواکګرۍ مخینې ښودنه کوي چې دا قدرتونه یوازې د خپلو ګټو په فکر کښې دي.
د افغانستان د رفاه ملي ګوند دغه چارواکي همداشان زیاته کړه: د عربستان په شان هیواد په داسې حال کښې په افغانستا کښې د صلحې د ټینګښت لپاره د ملګرتیا لاپې وهي چې د افغانانو زیاتره مصیبتونه او کړاؤنه په دغه هیواد کښې له موجودو وهابیانو سرچینه اخلي.