دایران افغانستان دستراټژیکوملګرتیاؤسند ډیرزرنهائی کیږی
داسلامی ایران مرستیال خارجه وزیر په دغه سفر کې دافغانستان له ولسمشر اشرف غنی ، د ملی وحدت حکومت داجرائی شورا له مشر عبدا... عبدا.... او مرستیال خارجه وزیر ادریس زمان سره هم کتنه او خبرې اترې کړی او د دوستانه او مشترکو ملګرتیاؤ په دوام ئې ټینګار کړی او دغه راز ئې له طالب استازو سره دایران له خبرواترو افغان چارواکی خبر کړی او د افغانانو په مشرۍ او مالکیّت سره ئې دسولې دخبرواترو یو ځل بیا بشپړ ملاتړ کړی دی .
داسلامی ایران مرستیال خارجه وزیر سیدعباس عراقچی پرون ناوخته په کابل کې زمونږخبریال سره په خبرو کې ووئیل دایران افغانستان د سټراټریکو ملګرتیاؤ جامع سند به له راتلونکو دوو اونیو هم په کم و خت کې نهائی شی .
عباس عراقچی په سیمې کې بدلونونه ډ یر مهم او چټک وبلل او ورښانه ئې کړې ده ، ایران او افغانستان اړتیالری ، دوامدارې سلامشورې ولرل شی .
هغه دایران افغانستان داقتصادی ملګرتیاؤ اهمیّت باندې په ټینګار سره هم ووئیل، همدااوس افغانستان ته د ایران دصادراتو اندازه پنځو میلیاډر ډالرو ته رسیدلې ده .
دایران مرستیال خارجه وزیر زیاته کړې ایران اوا فغانستان باید دبندیز په نوو شرائطو کې داقتصادی ملګرتیاؤ په حوزې کې نوی لارې چارې رامینځة او پلان کړی.
سیدعباس عراقچی همداراز له افغان چارواکو سره خپلو لیدوکاتو ته هم اشاره وکړه او وې وئیل ، دافغانستان او ایران اړیکې دوستانه او دمتقابل احترام په اساس دی ، خو د دغو اړیکو په چوکاټ کې ځینی مشکلات او اندیښنې هم شته دی .