جرمنی د افغانستان نور په لسګونو پناه غواړی بیرته ستانۀ کړل
د دغه راپور په اساس له جرمنی له دې مخکې په نولسو الوتونو کې له جرمنی کابو څلور سوه نهه دیرش پناه غواړی ویستل شوی دی .
زمونږخبریال راپورراکړ ، د جرمنی حکومت له دغه هیواده دافغان پناه غواړو د ویستلو په دوام کې نور شپږ دیرش پناه غواړی له دغه هیواده ویستلی او افغانستان ته ئې ګرځولی دی .
د کډوالو دحقوقو مدافعو ادارو وئیلی دی ، د افغان پناه غواړو شلمه الوتکه پرون مازدیګر له جرمنی د افغانستان په لور دغه پناه غواړی بیرته ستانۀ کړی دی .
د دغه راپور په اساس له جرمنی له دې مخکې په نولسو الوتونو کې له جرمنی کابو څلور سوه نهه دیرش پناه غواړی ویستل شوی دی .
په جرمنی کې دپناه غواړو دحقوقو دفاع کونکی ادارو په کرتو د دغو پناه غواړو له ویستلو سره مخالفت کړی او د دغه بهیر ددریدا غوښتنه ئې کړې ده .
په افغانستان کې ناکراری وبیروزګاری دوه غوره مشکلات دی، چې له جرمنی د ویستلو شوو پناه غواړو په وړاندې موجود دی اود هغوی ژوند ګواښی .