په کابل کښې د افغانستان د پارلېماني انتخاباتو د نامزدانو احتجاجي غونډه
Jan 20, 2019 04:40 Asia/Kabul
د افغانستان د پارلېماني انتخاباتو په سلګونو نامزدانو او د هغوي پلويانو د کابل ولايت د انتخاباتو په ابتدائي نتائجو باندې په اعتراض کښې د انتخاباتي شکايتونود کمېشن په وړاندې احتجاجي غونډه وکړه.
د افغان آوا خبري اژانس د رپوټ له مخې اعتراض کونکو نامزدانو د افغانستان د انتخاباتي شکايتونو له کمېشنه وغوښتل چې د کابل ولايت د انتخاباتو ابتدائي نتيجې دې باطلې اعلان کړي او انتخابات دې بيا وشي.
د دغه کمېشن مشر عبدالعزيز آريائي احتجاج کونکو ته اطمينان ورکړ چې د انتخاباتي نامزدانو په ټولو شکايتونو به غور وکړي.
د افغانستان د پارلېماني انتخاباتو د نتيجو له اعلانه د دريو مياشتو د تېرېدو باوجود د دغو انتخاباتو په سر لانجې او کشمکشونه هم هغه شان دوام لري.
ټیګونه