د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو د نوم لیکنې پاې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i79823-د_افغانستان_د_ولسمشریزو_ټاکنو_د_کاندیدانو_د_نوم_لیکنې_پاې
د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو د نوم لیکنې مهلت پرون پاې ته ورسید او ټاکل شوې چې انتخابات د روان ۲۰۱۹ کال د جولایۍ په شلمه نیټه ترسره شي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 21, 2019 15:04 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو د نوم لیکنې پاې

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو د نوم لیکنې مهلت پرون پاې ته ورسید او ټاکل شوې چې انتخابات د روان ۲۰۱۹ کال د جولایۍ په شلمه نیټه ترسره شي.

د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو د کاندیدانو د نوم لیکنې په وروستۍ ورځ د دغه هیواد اوسني ولسمشر محمد اشرف غني د انتخاباتو خپلواک کمیشن ته په ورتګ سره د انتخاباتو په راتلونکي پړاؤ کښې د ګډون لپاره په رسمي توګه نوم لیکنه وکړه.

له هغه مخکښې د افغانستان د کابینې اجرائیه ريیس عبدالله عبدالله هم د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره کاندید په توګه نوم ولیکه.

احمد ولي مسعود، حنیف اتمر، عبداللطیف پدرام، حکیم تورسن، سید نور الله جلیلي، عنایت الله حفیظ، زلمی رسول، نوار الحق علومي، ګلبدین حکمتیار، رحمت الله نبیل، فرامرز تمنا، ابراهیم الکوزی، نور رحمان لیوال او شید محمد ابدالي د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د راتلونکي پړاؤ لپاره د کاندیدانو په توګه نومونه لیکلي دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو د نوم لیکنې مهلت پرون پاې ته ورسید او ټاکل شوې چې انتخابات د روان ۲۰۱۹ کال د جولایۍ په شلمه نیټه ترسره شي.

د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې د مهلت په ختمیدو سره چې د ټاکنو د بهیر وړومبۍ مرحله ګڼله کیږي، د ولسمشرۍ په کاندیدانو او د هغوي په مرستیالانو د مشتملو ټیمونو سیاسي سنبالښت په رسمي ډول معلوم شو.

سره له دې چې د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند د انتخاباتو په دغه پړاؤ کښې په رسمي توګه د عبدالله عبدالله له کاندیداتورۍ ملاتړ کړی خو د محمد یونس قانوني، عطا محمد نور او محمد اسماعیل په شمول د دغه ګوند ځینو لوړرتبه غړو د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کښې د محمد حنیف اتمر له کاندیدۍ د ملاتړ اعلان کړی دی او قانوني چې د په خپله کارنامه کښې د ولسي جرګې د مشرۍ مخینه لري، د اتمر د وړومبي مرستیال په توګه معرفي شوی دی.

لکه څنګه چې مخکښې هم اټکل کیده د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند د داخلي اختلافاتو په تیره بیا په راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کښې د عبدا.. عبدالله له کاندیداتورۍ د ملاتړ یا نه ملاتړ په هکله د لانجې په وجه په اختلاف اخته شوی دی.

د افغانستان د جنبش ګوند او وحدت اسلامي ګوند له لوړرتبه غړو څخه د عبدالله د دوو مرستیالانو غوره کیدل او د دغه هیواد د کابینې د اجرايي رییس په انتخاباتي ټیم کښې د جمعیت اسلامي ګوند د غړو نه شاملیدل ښودنه کوي چې عبدالله عبدالله له ده څخه په ملاتړ کښې د جمعیت اسلامي ګوند  له رسمي بیانیې سره سره په دغې سیاسي ډلې کښې چندانې د تکیې وړ اډه نه لري.

بل پلو د حنیف اتمر په انتخاباتي ټیم کښې د جمعیت اسلامي ګوند د جګ پوړي غړي یونس قانوني شتون او همداشان د اتمر له ټیم څخه په هرات ولایت کښې د دغه ګوند د پيژندل شوي او نفوذ لرونکي شخصیت عطا محمد نور د ملاتړ اعلان د دې بیانونکی دی چې د جمعیت اسلامي ګوند د انتخاباتي وړتیاؤ یوه برخه به د محمد حنیف اتمر په واک کښې وي.

که څه هم جمعیت اسلامي ګوند ویلي دي چې له حنیف اتمره په ملاتړ کښې د یونس قانوني دریځ په دغه ګوند پورې هیڅ اړه نه لري خو د افغانستان په راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کښې له یو واحد کاندیده په ملاتړ کښې د جمعیت اسلامي نه پیوستون، د دغه ګوند داخلي درز څرګندوي چې د پټولو وړ نه دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/