طالبان اوامریکایان په ځینوموردونو سره پخلا شوی
دطالبانو په اعلامیې کې همداراز په دې باب دځینو رسنیو راپورونه چې په قطر کې موافقه شوې څو د اوور بند په رامینځةکیدا سره دکابل حکومت سره د طالبانو خبرې اترې ترسره شی ،دروغ وبلل شوه .
زمونږخبریال راپورراکړ د افغانستان طالبانو ډلې یوه ویندوی ذبیح ا... مجاهد تهران ریډیو ته دیوۀ ایمیل په رالیږلو سره وئیلی دی ، له امریکایانو سره روانې خبرې اترې پرون په شپږمه ورځ پای ته رسیدلی او یوازې په ځینو موردونو ورسره بحث شوی دی .
په دغې اعلامیې کې راغلی دی،په د غو خبرواتروکې له افغانستانه دامریکائی ځواکونون د ویستلو او ځینو نورومهمو موضوعګانو په باب خبرې اوبحث شوی ، خو لکه څنګه موضوعګانې ډیرې پیچلی اوزیاتې دی ، نو ځکه لازیاتو بحثونو ته اړتیا لری ، نو فیصله شوې چې ځینی لاینحل موضوعګانې په نورو ناستو کې وسپړل شی ،څو مناسب حل ئې ترلاسه کړائ شی . طالبانو په دې دریځ چې تر څو له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د وتلو موضوع حل نشی په نورو بحثونو کې پرمختګ هیڅ امکان نه لری .
په دغې اعلامیې کې همداراز په دې باب دځینو رسنیو راپورونه چې په قطر کې موافقه شوې څو داوور بند په رامینځةکیدا سره دکابل حکومت سره دطالبانو خبرې اترې ترسره شی ،دروغ وبلل شوه .