بغلان کښې د ولسي جرګې د انتخاباتو د کاندیدانو مظاهرې
Jan 30, 2019 13:54 Asia/Kabul
د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو معترضو کاندیدانو د دغه هیواد د شمال په بغلان کښې له خپلو پلویانو سره یوځاې د انتخاباتو د کمیشن لخوا د اعلان شویو پایلو د لغوه کیدو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو معترضو کاندیدانو د دغه هیواد د شمال په بغلان کښې له خپلو پلویانو سره یوځاې د انتخاباتو د کمیشن لخوا د اعلان شویو پایلو د لغوه کیدو غوښتنه وکړه.
د ایرنا د خبر له مخې معترضو کاندیدانو چې له پلویانو سره یې شمیر سلګونو تنو ته رسیده، نن سهار د کابل-شمال لویه لاره بنده کړه او د پارلیماني انتخاباتو د رایو په بیاشمیرنې یې ټینګار وکړ.
اعتراض کونکو د انتخاباتو کمیشن ته تر سبا پورې وخت ورکړی چې د دوي په غوښتنو غور وکړي ګني لا پراخ اعتراضات به ترسره کړي.
ټیګونه