د ماسکو ناسته د هراړخیزو بین الافغاني مذاکراتو پیلامه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i80125-د_ماسکو_ناسته_د_هراړخیزو_بین_الافغاني_مذاکراتو_پیلامه_ده
د افغانستان پخواني ولسمشر وویل: په ماسکو کښې له طالب ډلې سره د سیاسي ګوندونو غونډه د هراړخیزو بین الافغاني خبرواترو د پیلیدو په لړ کښې یو ګام ګرځیدلی شي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 05, 2019 06:02 Asia/Kabul
  • د ماسکو ناسته د هراړخیزو بین الافغاني مذاکراتو پیلامه ده

د افغانستان پخواني ولسمشر وویل: په ماسکو کښې له طالب ډلې سره د سیاسي ګوندونو غونډه د هراړخیزو بین الافغاني خبرواترو د پیلیدو په لړ کښې یو ګام ګرځیدلی شي.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې چې د ماسکو د صلحې غونډه له نن څخه د افغانستان د حکومت په نشتوالي کښې، د طالب ډلې د استازو ا د افغانستان د سیاسي ګوندونو د مشرانو په ګډون د دوو ورځو په موده ترسره شي.

د محمد محقق، کریم خلیلي، عطا محمد نور، حنیف اتمر، ګلبدین حکمتیار او حامد کرزي په شمول د افغانستان یوشمیر مشهور سیاسي شخصیتونه په دغه غونډه کښې د ګډون په موخه ماسکو ته تللي دي.

دا غونډه په داسې حال کښې جوړیږي چې د افغانستان حکومت له طالب ډلې سره د نیغ په نیغه مذاکراتو غوښتونکی دی خو دغه ډله له افغان حکومت سره له مذاکرې ډډه کوي او پر ځاې یې د دغه هیواد له سیاسي ګوندونو سره خبرواترو ته مخه کړې ده.