یو نیم لاک افغان کډوال په اروپا کښې لالهانده دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i81104-یو_نیم_لاک_افغان_کډوال_په_اروپا_کښې_لالهانده_دي
د افغانستان د کډوالو د چارو وزارت په اروپا کښې د یو نیم لاک افغان مهاجرینو د لالهاندوالي خبر ورکړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 25, 2019 03:13 Asia/Kabul
  • یو نیم لاک افغان کډوال په اروپا کښې لالهانده دي

د افغانستان د کډوالو د چارو وزارت په اروپا کښې د یو نیم لاک افغان مهاجرینو د لالهاندوالي خبر ورکړی دی.

تسنیم خبري آژانس لیکلی چې د افغانستان د کډوالو د چارو وزارت پرون په یو رپورټ کښې وویل: له یو نیم لاک زیات افغان کډوال په اروپا کښې لا هم په غیرقانوني توګه ژوند تیروي او د هغوي د پناهندګۍ په غوښتنو غور نه دی شوی.

په هم دې لړ کښې د افغانستان د کډوالو د چارو وزارت له ترکیې او یونان څخه په زوره د افغان کډوالو د ایستلو د مخنیوي لپاره له دغو هیوادونو سره د افغان حکومت د سلامشورې خبر ورکړی دی.

په وروستیو څو کلونو کښې په افغانستان کښې د خرابو امنیتي حالاتو په وجه ډیرو افغانانو اروپا ته مخه کړې چې دغې لوې وچې ته د رسیدو لپاره ترکیه او یونان د هغوي د تیریدو اصلي لارې دي.