له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل وخت ته اړتیا لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i81199-له_افغانستانه_د_امریکايي_پوځیانو_وتل_وخت_ته_اړتیا_لري
د افغانستان په چارو کښې د امریکې ځانګړي استازي وویل چې له دې جنګ ځپلي هیواده د امریکايي پوځیانو وتل څو کاله وخت ته ضرورت لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 29, 2019 10:02 Asia/Kabul
  • له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل وخت ته اړتیا لري

د افغانستان په چارو کښې د امریکې ځانګړي استازي وویل چې له دې جنګ ځپلي هیواده د امریکايي پوځیانو وتل څو کاله وخت ته ضرورت لري.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې زلمي خلیلزاد په قطر کښې د امریکې او طالبانو د استازو ترمینځ د خبرواترو پنځو پړاؤنو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: امریکا په دې مذاکراتو کښې له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو په سر موافقې ته نه ده رسیدلې او د داشان موافقې احتمال هم ډیر کم دی.

دغه په خَټه افغان امریکايي سفارتکار څرګنده کړه چې له طالبانو سره موافقه ممکنه ده په افغانستان کښې د جنګ له ختمیدو وروسته وشي.

له افغانستانه د امریکې په قومندې د بهرنیو پوځیانو وتل، د قطر په مذاکراتو کښې د طالبانو یو اصلي شرط دی.

د سیمې د سیاسي مسایلو کارپوهان په دې باور دي چې د خلیلزاد دا څرګندونې د دوحې د خبرواترو د ماتې او همداشان په افغانستان کښې د امریکايي پوځیانو د ساتلو لپاره د امرکیې د پروګرام په معنا دي.