د ولسي جرګې د انتخاباتو فاینل پایلې دې زرترزره اعلان شي
د افغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو فاونډیشن د دغه هیواد له انتخاباتي کمیشنونو وغوښتل چې د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې زر تر زره اعلان کړي څو د نوي پارلیمان د کار پیلولو لاره هواره شي.
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ باید د تیر کال د اکتوبر د شلمې نیټې د پارلیماني ټاکنو پایلې په ځیر او چټکتیا سره اعلان کړي.
د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو کمیشن ویاند هم د دې موضوع په غبرګون کښې په کابل کښې خبریالانو ته وویل چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د فاینل نتایجو د اعلان بهیر د زیاتو انتخاباتي شکایتونو په وجه له ستونزې سره مخ شوی دی.
محمد قاسم الیاسي وویل: تراوسه د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کښې د پارلیماني انتخاباتو پایلې اعلان شوې دي او تر راتلونکو دوو اونیو به د پاتې اتو ولایتونو پایلې هم اعلان شي.