په افغانستان کښې د نارنج ګل مېله او مشاعره
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i81235-په_افغانستان_کښې_د_نارنج_ګل_مېله_او_مشاعره
د افغانستان په ختیز ولایت ننګرهار کښې د نارنج ګل دودیزه میله او مشاعره جوړه شوه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 30, 2019 11:44 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د نارنج ګل مېله او مشاعره

د افغانستان په ختیز ولایت ننګرهار کښې د نارنج ګل دودیزه میله او مشاعره جوړه شوه

له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د نارنج ګل دودیزه میله او مشاعره له تیرو څه باندې پنځوس کالو راهسې د هجري نمريز کال د وړومبۍ میاشتې په وړومبۍ نیمائۍ کښې چې فضا ټوله د نارنج دګل په بوی معطره وي تر سره کیږي  سږنۍ مشاعره چې د تېرو مشاعرو په پرتله د حکومتی کنترول نه راوتلې او په یوه ازاده فضا کښې تر سره شوه په پیل کې د افغانستان د جمهور رئیس پیغام په ټولنیزو او علمي چاروکې  د ولسمشر صلاحکار ډاکتر لال پاچا ازمون له لورې ولوستل شو چې پکې د ننګرهار خلقو ته ژمنه ورکول شوې وه چې د غازي امان الله خان مزار او د هغه د واکمنۍ په مهال دغلته جوړ شوي ټول تاسیسات چې اوس ویجاړ شوی بیرته ورغوي.

 دجمهور رئیس په پیغام کښې همدارنګه هیله ښودل شوې وه چې دسږنۍ مشاعرې ډیر شعرونه به د صلحې یادونې ته ځانګړې شوي وي بیا د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل خبری وکړې وې ویل نارنج ګل دودیزه میله او مشاعره یو ځانګړے ځاے او مقام لري او دا څرګندوي چې ننګرهار د صلحې او امن کور دے.ننګرهار والی په شاعرانو غږ وکړ چې له جنګي چاپیریاله راووځي او صلحې او ټیکاو په اړه شاعري وکړي بیا د افغانستان د اطلاعاتواو فرهنګ وزیرې پیغام هم ولوستل شو چې پکې د ننګرهار ولایت استوګنو ته  سراج العمارت بڼ ودانۍ به په خپلو پخوانی برم سره ورغول شي. په دې مشاعره کې پر ننګرهار سربیره د کونړ لغمان، خوست پکیتا کابل او یو شمیر نورو ولایتونو شاعرانو لیکوالانو او د شعر او ادب مینه والو برخه اخسیتی وه. که څه هم له شاعرانو غوښتل شوي و چې دسولی په اړه شعرونه ووایي خو ډیرو شاعرانو بیا هم په افغانستان کې روان سیاسي او فوځي حالات په خپلو شعرونو کې انځور کړي وو .

ددې سیمی وتلي شاعر او لیکوال عزت الله ځواب چې تل يې په نارنج ګل میله او مشاعره کې شعرونه د ګدونوالو له لورې په چکچکو بدرګه کیږي په خپل اوږد نظم کښې په افغانستان کښې روانو حالاتو ته ګوته نیولې وه ملګرو شور په څه دے کړنګ  په څه دے   چې دا زموږ د خلکو جنګ په څه دے دجنرالانو جنازې جیګوي باچا رامات شو ړنګ په څه دے اسلام اباد کې اسلام ولې نشته  چې دا کابل په وینو رنګ په څه دے. د کتابونو دوکانونه لري چې دا ځواب غریب ملنګ په څه دے. په عزت الله ځواب سربیره یو شمیر نورو نامتو شاعرانو مطیع الله تراب پرهیز شګیوال او محمد هاشم غمشریک هم خپل شعرونه واورول چې د ګډونوالو د پاملرنې وړ وګرځیدل.