طالبانو د دوستم د په کاروان حمله وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i81242-طالبانو_د_دوستم_د_په_کاروان_حمله_وکړه
د طالب ډلې ځواکونو د افغانستان د ولسمشر د وړومبي مرستيال عبدالرشيد دوستم د موټرو په کاروان بريد وکړ.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 31, 2019 01:03 Asia/Kabul
  • طالبانو د دوستم د په کاروان حمله وکړه

د طالب ډلې ځواکونو د افغانستان د ولسمشر د وړومبي مرستيال عبدالرشيد دوستم د موټرو په کاروان بريد وکړ.

د ويلو ده چې دوستم پرون له ترکيې نه د افغانستان د مزار شريف ولايت ته سفر وکړ.

د افغان سرچينو د رپوټ له مخې هغه په مزار شريف کښې له لنډې دمې وروسته د شبرغان پر لورې حرکت وکړ چې په لاره کښې د طالبانو له کمين سره مخامخ شو.

د دوستم ساتونکو سمدلاسه په ځوابي بريد لاس پورې کړ او نښته پيل شوه .

په نښته کې د دوستم د يو تن ساتووتکي د وژل کيدو او دوو تنو نورو د زخمي کيدو خبر ورکړ شوے دے.   پدې بريد کښې دوستم ته هيڅ ډول زيان نه دے رسيدلی.

ويل کيږي د دوستم ساتوونکي بريد کوونکي طالبان په شا ننبولي دي. د دوستم  کاروان د شبرغان پر لورې خپل سفر ته دوام ورکړے دے. خو ځينو سرچينو بيا ويلي دي چې د دواړو لورو ترمېنځ نښته دوام لري.