د امریکا په فلوریدا پوهنتون کې پراخې اورلګېدلی
May 03, 2026 11:35 Asia/Kabul
د امریکا په جنوبي فلوریدا پوهنتون کې اور لګېدلی چي د امله یې د دې پوهنتون د سمندري علومو لابراتوار او چارچاپېر ودانۍ ړنګ شوی دی.
د تسنیم له راپور سره سم، تېره ورځ د امریکا په فلوریدا پوهنتون کې د سمندري علومو په لابراتوار کې پراخې اورلګېدنې رامینځته شوې دي چي ودانۍ یې له مینځه وړې ده.
د راپورونو له مخې، له اور څخه شنه لمبې راپورته کېدلې چي د کیمیاوي موادو د سوځېدو ښودونکې وه.
د دې ایالت ځایي چارواکي تر اوسه پورې د انساني مرګژوبلو په اړه کوم معلومات نه دي خپاره کړي او د اورلګېدنې د لامل په اړه هم څېړنې روانې دي.
ټیګونه