په افغانستان کښې اته داعشي ترهه ګر ونيول شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i81272-په_افغانستان_کښې_اته_داعشي_ترهه_ګر_ونيول_شول
د افغانستان په ننګرهار کښې په یو ساختماني شرکت د برید په تور اته داعشي ترهه ګر ونیول شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 01, 2019 10:27 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې اته  داعشي ترهه ګر ونيول شول

د افغانستان په ننګرهار کښې په یو ساختماني شرکت د برید په تور اته داعشي ترهه ګر ونیول شول.

له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وويل:  د ملی امنیت ادارې ځانګړو ځواکونو تیره شپه د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کښې عملیات تر سره کړي چې پکښې د نوموړي په وینا له داعش تکفيري ډلې سره د تړاو او همدارنګه د  EBE ساختماني شرکت د برید په تور اته ترهه ګر نیولي دي.

 د والی ویاند وویل په دغو عملیاتو کښې عامه وګړو ته زیان نه دے رسیدلې او نیول شوي کسان تر تفتيش لاندې دي  په EBE ساختماني شرکت په ډله ایز برید کښې چې خواو شا شپږ ساعته یی دوام وکړ او ذمه واري یی داعش ترهه ګرې ډلې په غاړه واخېسته نزدې پينځلس تنه عامه وګړي وژل شوي او همدومره نور ژوبل شوي وو.