د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی کندهار ته لاړ
Apr 03, 2019 08:06 Asia/Kabul
خلیلزاد په کندهار کې د لوی کندهار (کندهار، هلمند، زابل، اروزګان) له قومي مشرانو او ولسي استازو سره ولیدل.
له کندهاره زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې خلیلزاد د لوی کندهار مشرانو ته د قطر په دوحه کې له طالبانو سره د خپلو خبرو او په هغو کې د شوي پرمختګ په اړه معلومات وړاندې کړل.
راپورونه وايي چې خلیلزاد همداراز په کندهار کې د طالبانو له مهمو قوماندانانو سره هم ولیدل.
د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي پرون د افغانستان له ولسمشر، اجرايي رييس، د ولسمشر د دفتر رييس، د سولې د دارالانشا رييس، پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف او د بهرنیو چارو وزیر سره ملاقاتونه کړي وو.
ټیګونه