ترکیې د کندهار له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړه
د ترکیې هېواد یوې خیریه ټولنې د کندهار له ۱۱۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.
په ټولنیزو چارو کې د کندهار ولایت مقام مرستیال حاجي غالالي دستګیري د دغو توکو د وېش پر مهال وویل چې د هرې کورنۍ لپاره ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریجې، یوه خېمه او نور اړین توکي چمتو او پر مستحقینو به ووېشل شي.
په افغانستان کې د ترکیې د ټیکا ادارې استازي ریجا کلینج وویل چې هېواد او خلک یې چمتو دي، چې له افغانستان په ځانګړي ډول له کندهار سره اړینې مرستې وکړي.
هغه وویل چې دغه ډول مرستې به دوام ولري او په نورو برخو کې به هم له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.
ترکیه په داسې حال کې د کندهار له سېلاب ځپلو سره مرسته کوي چې د ولسمشر له لوري هم د سېلاب ځپلو لپاره ۱۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې او د وېش لړۍ یې پای ته په رسېدو ده.