د ننګرهار ولایت د پارلیماني انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان شوې
Apr 13, 2019 03:03 Asia/Kabul
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیشن د دغه هیواد په ننګرهار ولایت کښې د ولسي جرګې د انتخاباتو فاینل نتایج اعلان کړل.
د دغو نتایجو له مخې عبدالکریم کریمی، فریدون خان مومند، ملک قیص نورآغا ملکزی، عبدالرووف شپون، امیرمحمد یار، نبیا... باز، میرویس یاسینی، حضرت علی، ابرارا... مراد، نیاز ولی مسلم، آرین یون، بیبی حاجی لیلما ولی حکمی، سایمه خوگیانی او انیسه عمرانی هغه کاندیدان دي چې د ننګرهار ولایت د خلکو په نمایندګۍ د افغانستان ولسي جرګې ته ورسیدل.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن په بیانیه کښې راغلي دي چې په دې پایلو کښې د هیچ چا راې نه ده ضایع شوې او د خلکو له رایو څخه په ټول بهیر کښې د یو امانت په توګه ملاتړ شوی دی.
ټیګونه