امنیت شورا د طالبانو له خوا د پسرلیزو عملیاتو پیلول وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i81551-امنیت_شورا_د_طالبانو_له_خوا_د_پسرلیزو_عملیاتو_پیلول_وغندل
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو له‌خوا د پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان غندلی او ویلي یې دي، دا به افغانانو ته د لا زیات کړاو او زیان باعث شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 16, 2019 10:46 Asia/Kabul
  • امنیت شورا د طالبانو له خوا د پسرلیزو عملیاتو پیلول وغندل

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو له‌خوا د پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان غندلی او ویلي یې دي، دا به افغانانو ته د لا زیات کړاو او زیان باعث شي.

که څه هم ملګرو ملتونو د طالبانو پر ۱۱ مشرانو د سفر بندیز لیرې کړ، څو له امریکايي چارواکو سره د سولې په خبرو کې ګډون وکړي، خو طالبانو د جمعې په ورځ د پسرلینو عملیاتو پیل اعلان کړ او په دې ترڅ کې یې په کندز، کابل او د هېواد په څو نورو سیمو کې لویې حملې وکړې.

امنیت شورا په خپله اعلامیه کې چې ټولو غړو په یوه خوله تصویب کړه، د افغانستان د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ وکړ چې له اوسني فرصته ګټه واخلي او په بین‌الافغاني خبرو کې ګډون وکړي.

د طالبانو د حملو په هکله د ملګرو ملتو د امنیت شورا غندنه په داسې حال کښې ده چې دغې شورا تراوسه د افغانستان په مختلفو هستوګنو سیمو باندې د امریکې د بې پایلټه الوتکو د حملو په وړاندې چې زرګونو افغانانو ته یې مرګ ژوبله اړولې، خوله ګنډلې او هیڅ ډول غبرګون یې نه دی ښودلی.