ترکیه هم د افغانستان د سولې دبهیر ملاتړ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i81560-ترکیه_هم_د_افغانستان_د_سولې_دبهیر_ملاتړ_کوی
دامریکا ځانګړی استازی له طالبانو ډ لې سره پنځه ځله دسولې خبرې اترې په داسې حال کې ترسره کړی ، چې دافغانستان دحکومت استازی پکې ګډون نه درلود،خو طالبانو په کرتو وئیلی دی،تر هغه وخته به په افغانستان کې دسولې خبرې اترې هیڅ معنا ونه لری تر څو چې له دغه هیواده د امریکا اوناټو نیواکګر پوځونه ونه وځی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 17, 2019 00:57 Asia/Kabul
  • ترکیه هم د افغانستان د سولې دبهیر ملاتړ کوی

دامریکا ځانګړی استازی له طالبانو ډ لې سره پنځه ځله دسولې خبرې اترې په داسې حال کې ترسره کړی ، چې دافغانستان دحکومت استازی پکې ګډون نه درلود،خو طالبانو په کرتو وئیلی دی،تر هغه وخته به په افغانستان کې دسولې خبرې اترې هیڅ معنا ونه لری تر څو چې له دغه هیواده د امریکا اوناټو نیواکګر پوځونه ونه وځی .

دترکیې د ولسمشر ویندوی ابراهیم  کالین  په واشنګټن کې د افغانستان په چارو کې  د امریکا له  ځانګړی استازی  زلمی خلیل زاد سره  لیده کاته کړی او  هغه ئې ته ډاډ ورکړی ، ترکیه   په هرډول شرائطو کې د افغانستان دسولې دبهیر ملاتړ کوی او  په دغه هیواد کې ثبات او سوله ټینګیدل غواړی .

 له دغې کتنې وروسته  زلمی خلیلزادپخپل ټولنیز چینل کې په افغانستان کې د سولې له بهیره  په ملاتړ  دانقرې  دژمنتیاؤ په قدرونې سره  مدعی شوی، د افغانستان خلک دیوه بشپړ اووربند او دداسې جامعوخبرواترو  غوښتونکی او حقدار  دی  چې  په دغه هیواد کې د دایمی سولې  لامل شی .

 دا په داسې حال کې دی چې  دامریکا ځانګړی استازی  له طالبانو ډ لې سره  پنځه ځله  دسولې  خبرې  اترې  په داسې حال کې ترسره کړی ، چې  دافغانستان دحکومت استازی پکې ګډون نه درلود،خو طالبانو په کرتو وئیلی دی،تر هغه وخته  به په افغانستان کې دسولې خبرې اترې هیڅ معنا ونه لری ترڅو  چې  له دغه هیواده د امریکا اوناټو نیواکګر پوځونه  ونه وځی .