د هلمند ولایت د پارلیماني انتخاباتو پایلې اعلان شوې
Apr 18, 2019 07:37 Asia/Kabul
د هلمند ولایت لپاره د ولسي جرګې د انتخاباتو فاینل نتایج اعلان شول او د دغه ولایت اته استازي د افغانستان پارلیمان ته ورسیدل.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیشن وویل: د هلمند ولایت لپاره د ولسي جرګې د انتخاباتو فاینل نتایج اعلان شول او د دغه ولایت اته استازي د افغانستان پارلیمان ته ورسیدل.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن د پروني خبر له مخې «شیرمحمد آخوندزاده»، «ظفرصادقی»، «غلام ولی افغان»، «نسیمه نیازی»، «شکوفه نوروزی»، «میرویس خادم»، «کریم اتل» او «عبدالرشید عزیزی» د هلمند ولایت هغه بریالي کاندیدان دي چې د ولسي جرګې د غړیتوب لپاره غوره شوي دي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیشن ویلي چې د لوګر ولایت د پارلیماني انتخاباتو پایلې به هم زر اعلان کړي.
ټیګونه