طالبان له کابل حکومت سره له مستقیموخبرواتروپرته بله لاره نه لری
دطالبانو ډلې یوه ویندوی ذبیح ا... مجاهد نن سهار وختی مونږ ته دیوه لیک په رالیږلو سره دقطر دسولې دناستې دځنډیدا مسئولیّت پرکابل حکومت او هغو پټو لاسونو اچولی چې نه غواړی په افغانستان کې سوله ټینګه شی .
تسنیم خبری اژانس راپورورکړی ودافغانستان ولسمشر اشرف غنی له طالبانو ډلې سره ددغه هیواد مرکچی ټیم له غړو سره په کتنې کې وئیلی دی ، دافغانستان جنګ ګټونکی اوبایلونکی نه لری، له دې امله به په دغه هیواد کې دسولې ټینګیدا د ټولو لورو په ګټه وی .
دافغانستان ولسمشر ددغه مرکچی ټیم له غړو وغوښتل څو په قطر کې د طالبانو دسیاسی دفتر له غړو سره د دغه هیواد د حکومتی اورګانونو د پیاوړتیا، قانون او نظام د دوام په باب بحث او دنظر تبادله وکړی .
دافغانستان دولسمشر داڅرګندونې په داسې حال کې دی،چې د افغانستان دحکومت داسازو،سیاسی شخصیتونو،ګوندونو اومدنی ټولنو له استازو سره د طالبانو ډلې دغړو ترمینځ په قطر کې کیدونکی دافغانستان دسولې غونډه ځنډیدلې ده .
راپورونه ښئ دقطر دغونډې دځنډیدا دلیل،په دغې ناستې کې د ګډون لپاره د افغانستان دملی وحدت حکومت ددوه نیم سوه کسیزلیسټ سره د طالبانوډلې مخالفت اعلان شوی دی،خو دطالبانوډلې یوه ویندوی ذبیح ا...مجاهدنن سهار وختی مونږ ته دیوه لیک په رالیږلو سره د قطر دسولې دناستې دځنډیدا مسئولیّت پرکابل حکومت اوهغو پټو لاسونو اچولی چې نه غواړی په افغانستان کې سوله ټینګه شی.هغه دغه رازوئیلی دی،طالبانو ترنهائی حده هڅه کړې،څو دغه غونډه ترسره شی،خوځینی کړۍشته چې پخپلو کرغیړنو کړنوسره ئې هڅه کړې څودغه غونډه وځنډییږی اویا هم لغوه شی .