د صلحې د مشورتي لويې جرګې د ترسره کیدو موده تمدید شوه
May 01, 2019 10:48 Asia/Kabul
د افغانستان د صلحې د مشورتي لوې جرګې د ترسره کولو کمیشن ویلي، د دې غونډې وخت چې د څلورو ورځو لپاره اټکل شوی و، یوه ورځ به تمدید شي.
له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د لوې جرګې د پرون مازیګر په عمومي غونډه کښې پنځه مرستیالان او پنځه منشیان د مشرتابه پلاوي د غړو په توګه غوره شول او د صلحې د مشورتي لوې جرګې رییسه هیات بشپړ شو.
ټاکل شوې چې د لوې جرګې د پنځوسو کاري کمیټو د غونډې له ختمیدو وروسته د هغوي د غونډو نتیجه عمومي غونډې ته وړاندې شي او د لوې جرګې د پاې په مراسمو کښې وروستۍ فیصله وشي.
د صلحې تعریف، د حدودو ټاکل او له طالب ډلې سره د صلحې د خبرواترو څرنګوالی د افغانستان د صلحې د مشورتي لوې جرګې ایجنډا ده.
دغه غونډه وړمه ورځ په کابل کښې ترسختو امنیتي تابیاؤ لاندې پيل شوې ده.
ټیګونه