افغانستان د خبريالانو لپاره ترټولو خطرناک هېواد
په کابل کښې د ملګرو ملتو د نمائندګۍ دفتر د رسنيو د آزادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت سره په يوه بيانيه کښې افغانستان د خبريالانو لپاره ترټولو خطرناک هېواد وبلۀ.
د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې په کابل کښې د ملګرو ملتو نمائندګۍ وويل، په تېر يو کال کښې د پينځلسو خبريالانو وژلې وښودله چې افغانستان د خبريالانو لپاره په نړۍ کښې ترټولو خطرناک هېواد دے.
دغې نمائندګۍ په بيانيه کښې له افغان امنيتي ځواکونو او مخالفو وسله والو غوښتل شوي دي چې په خبريالانوباندېله حملو ته دې ډډه وکړي.
له دې مخکښې د افغان ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش له شمېر خبريالانو سره په کتنه کښې اعتراف کړے ؤ چې دغه هېواد د خبريالانو لپاره يو خطرناک هېواد دے.
هغه خبريالان د ترهه ګرو ډلو يو اصلي هدف معرفي کړ او د رسنيو د خاوندانو په خلاف د تشدد د منعې لپاره په دغو ډلو باندې د دباو په لازموالي تاکيد کړے ؤ.
د رسنيو او خبريالانو د ملاتړو ادارو د رپوټ له مخې مېکسيکو،سوريه،يمن، اېکواډور او هند له افغانستانه وروسته د خبريالانو لپاره د ډېرو خطرناکو هېوادونو په لېسټ کښې راوستلي دي.