دافغانستان دسولی جرګې پریړه لیک هم خپور کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i81918-دافغانستان_دسولی_جرګې_پریړه_لیک_هم_خپور_کړی
زمونږ خبریال وایی د افغانستان د سولې مشورتی لویې جرګې په خپل پریکړه لیک کښې د کابل حکومت او طالبانو ته په درویشت(۲۳) ماده ییز پریکړه لیک کښې بیلا بیلې سپارښتنې کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 03, 2019 11:32 Asia/Kabul
  • پریکړه لیک  له طالبانو او حکومت غوښتل شوي دي چې د روژې دمبارکې میاشت په مناسبت بیړنی او دایمي اوربند وکړي .
    پریکړه لیک له طالبانو او حکومت غوښتل شوي دي چې د روژې دمبارکې میاشت په مناسبت بیړنی او دایمي اوربند وکړي .

زمونږ خبریال وایی د افغانستان د سولې مشورتی لویې جرګې په خپل پریکړه لیک کښې د کابل حکومت او طالبانو ته په درویشت(۲۳) ماده ییز پریکړه لیک کښې بیلا بیلې سپارښتنې کړی دی .

دافغانستان داساسی قانون ساتنه او له سولې وروسته یې تعدیل په یاد قانون کښې د بیان شوی مکانیزم له مخې

دسولې لپاره ګډ کوششونه .

د روانې هڅې غمږی کول .

دامنیتی ځواکونو ساتنه او پیاوړی کول .

له سولې د نړیوالې ټولنې او دسیمې دهیوادونو ملاتړ .

د افغانستان دخلکو د اساسی حقونو او دبیان دازادۍ خوندیتوب .

د بندیانوتبادله .

په افغانستان کښې دننه د طالبانو ددفتر پرانیستل .

په سوله کښې له مخکنیو شرطونو تیریدل .

په بین الافغانی خبرواترو ټینګار .

دافغانستان دسولې د لوړې شورا په جوړښت له سره غور کول .

په همغږۍ او غور سره  د بهرنیوعسکرو  وتل مهم ټکی وو .

دافغانستان د مشورتی لویې جرګې د پریکړه لیک په څلورمې (۴) مادې کښې له طالبانو او حکومت غوښتل شوی دی چې د روژې دمبارکې میاشت په مناسبت بیړنی او دایمی اوربند وکړی .

Image Caption