په ننګرهار کښې نامعلومو وسله والو يو ديني عالم ووژۀ
د افغانستان په ننګرهار ولايت کښې د هدفي وژنو په دوام کښې پرون يو ځل بيا د دغه ولايت په بهسودو ولسوالۍ کښې يو تن ديني عالم د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی دی.
د افغان سرچينو له مخې قاري محمد حنيف محمدي چې د جلال اباد ښار د يو جومات امام او نجم القرآن مدرسې بنسټګر او مدرس و، پرون مازديګر مهال د بهسودو ولسوالۍ په نجم الدين اخندازده سيمه کې د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی.
عيني شاهدانو ويلي دي چې بريد ګر له سيمې څخه په تېښته بريالي شوي دي.
قاري محمد حنيف محمدي په داسې حال کې ووژل شو چې نوموړي پرون سهار په نجم القرآن مدرسه کې د حافظانو د دستاربندۍ په مناسبت کلنۍ غونډه هم کړې وه او د مدرسې څو تنو حافظانو ته يې د فضيلت دستار ورپه سر کړ.
بايد وويل شي چې په ننګرهار ولايت کې هدفي او د علماوو وژنې په دې وروستیو کې په بې سارې توګه زياتې شوې دي او ګڼ شمير ديني علماء د نامعلومو وسله والو له لوري په نښه شوي دي.
دوه ورځې وړاندې هم د ننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې یو تن ديني عالم د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی و.
تراوسه کومې یوې ډلې د دغو هدفي وژلو ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې.