که طالبان اوربند ونه منی،نو سخت به وځپل شی
دافغانستان طالبانو ډلې د افغانستان د مشورتی لوئې جرګې وړاندیزونه رد کړی او دغه راز ئې یو ځل بیا وئیلی دی ترڅو په افغانستان کې بهرنی نیواکګر پوځونه موجود وی،طالبان به وسله پر مځکه کې نه ږدی او دنیواکګرو او دهغوی دملګرو په ضد به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی .
زمونږخبریال له کابله راپورراکړ دافغانتسان له ارګ ماڼۍ په خپره شوی خبرپاڼه کې وئیل شوی ،افغان ولسمشر محمد اشرف غنی پرون مازدیګر په سولې مشورتی لویې جرګې کې د بلخ، بغلان او کندوز ولایتونو له استازو سره په چهار چنار ماڼۍ کې په کتنې کې په ډاګه وئیلی دی ، افغان ځواکونه د اوور بند او دسولې د پیاوړتیا په خاطر هر ډول خبرو ته تیار دی ،خو که طالبان او یا نور وسلوال د روغې جوړې دغه وړاندیز ونه منی ،نو نور وخت په تیریدو دی او سخت به وځپل شی ،ځکه سوله زمونږ لومړیتوب دی او له دې پرته انکشاف ناشونی دی .
اشرف غنی همداراز د سولې مشورتی لویې جرګې د پاى ورځې په غونډه کې هم ویلی وو، که طالبان اوربند ومنی، نو حکومت تیار دى چې له هغوى سره اوربند وکړی.
داپه داسې حال کې دی چې دافغانستان طالبانو ډلې د افغانستان د مشورتی لوئې جرګې وړاندیزونه رد کړی او دغه راز ئې یوځل بیا وئیلی دی تر څو په افغانستان کې بهرنی نیواکګر پوځونه موجود وی،طالبان به وسله پر مځکه کې نه ږدی او دنیواکګرو او دهغوی دملګرو په ضد به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی .
دافغانستان په چاروکې دامریکا استازی زلمی خلیل زادهم پر طالبانو غږ کړی،چې وسله دې پر مځکه کیږدی او سوله دې ومنی،خو طالبانو دغه غوښتنه همردکړې او وئیلی ئې د قطرخبرې اترېهم له افغانستانه دبهرنیو عسکرو د وتلو په باب له خبرو دخلیلزاد دډډه کولو په خاطر ئې دهغه دغه غوښتنه هم رد کړې