ائ طالبانو! د روژې په درنښت کې سوله وکړئ
له افغان ولسمشر مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی استازی او د مرستندویه ماموریت یا یوناما مشر تادامیچی یاماموتو هم پرون د شخړې له ټولو خواو غوښتی چې د روژې میاشتې په مناسبت جګړه ودروی،ځکه روژه افغانانو ته د عبادت او ریاضت زمینه برابروی، نو په افغانستان کې د جګړو له اغېزمنو شویو کسانو سره د خواخوږۍ وخت دى.
زمونږخبریالله کابله راپور راکړی،افغانستانولسمشراشرف غنی پرطالبانو ډلې غږ کړی،چې له تاؤتریخوالیدې لاس واخلی او روژې ته په درناوی سره دې سوله وکړی.
اشرف غنی وئیلی،دروژې مبارکه میاشت د سولې او پخلاینې میاشت ده،زه یوځل بیا له طالبانو غواړم چې دې میاشتې ته درناوی وکړی او د افغانستان د خلکو د سولې او پخلاینې غوښتنې ته چې د سولې مشورتی لویې جرګې په پرېکړو کې ئې په واضح ډول انعکاس موندلی، لبیک ووایی.
ښاغلی اشرف غنی په دغه ویډیوئی پیغام کې چې پرون ناوخته خپور شوی،ویلی دی د سولې او پخلاینې لپاره دهراقدامه هرکلی کوی او خوښ نه دی چې د هېڅ وطنوال وینې یې تویې شی.
داپه د اسې حال کې دی،چې له افغان ولسمشر مخکې د افغانستان لپاره دملګرو ملتو ځانګړی استازی او د مرستندویه ماموریت یا یوناما مشر تادامیچی یاماموتوهمپرون د شخړې له ټولو خواو غوښتی چې دروژې میاشتې په مناسبت جګړهودروی،ځکهروژه افغانانو ته دعبادت او ریاضت زمینه برابروی، نو په افغانستان کې د جګړو له اغېزمنو شویو کسانو سره د خواخوږۍ وخت دى.
یوناما د روژې په مناسبت د جګړې بندولو غوښتنه په داسې حال کې کړې چې وسله والو طالبانو د حکومت د اوربند هغهوړاندیز چې افغان ولسمشر اشرف غنی د سولې د مشورتی لویې جرګې د پای په ورځ وکړ، رد کړی دی .