دافغانستان بحران دې دخپل ولس په رهبرۍاوچورلیزسره حل شی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i81978-دافغانستان_بحران_دې_دخپل_ولس_په_رهبرۍاوچورلیزسره_حل_شی
د اسلام اباد او کابل دلوړپوړو چارواکو وروستۍخبرې اترې په داسې حال کې ترسره کیږی،چې وروستی سرحدی تاؤتریخوالی د دواړوهیوادونو ترمینّځ د ډیپلوماټیکو تاؤتریخوالو د زیاتیدا لامل شوی دی
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 06, 2019 10:04 Asia/Kabul
  • دافغانستان بحران دې دخپل ولس په رهبرۍاوچورلیزسره حل شی

د اسلام اباد او کابل دلوړپوړو چارواکو وروستۍخبرې اترې په داسې حال کې ترسره کیږی،چې وروستی سرحدی تاؤتریخوالی د دواړوهیوادونو ترمینّځ د ډیپلوماټیکو تاؤتریخوالو د زیاتیدا لامل شوی دی

ایرناخبری اژانس راپورورکړدپاکستان لومړی وزیرعمران دافغانستان له ولسمشراشر فغنی سره په ټیلیفونی خبرو کې په افغانستان کې د جنګ اوږدیدا ددغه هیواد لپاره ډیره تاوانی بللی او ټینګار ئې کړی،اسلام اباد  هم په څو لسیزو کې ددغه هیواد د ناکرارایو تر  اغیزو لاندې ورغلی دی .

 هغ ډاډ ورکړیپاکستان به  له افغانستان سره د ورورولۍ داړیکو د ژورتیا لپاهر هیڅ هڅه ونه سپموی .

 دپاکستان لومړی وزیرپاکستانته دسفر لپارهاشرفغنی ته په رسمی بلنې سرهووئیل اسلام اباد افغانستان خپل ورور هیواد ګڼیاو ډیرزیات اهمیّت ورکوی .

 د اسلام اباد او کابل د لوړپوړو چارواکو  وروستۍ خبرې اترې په داسې حال کې ترسره کیږی ، چې  وروستی سرحدی تاؤتریخوالی  د دواړوهیوادونو ترمینّځ د ډیپلوماټیکو تاؤتریخوالو د زیاتیدا لامل شوی دی

 دافغانستان په پوله ایزو مامورانو دباکستان دپوځیانوپه وروستۍ حملې  او د څلورو عامو کسانو په وژلو پسې   دافغانستان خارجه وزارت پرون  په کابل کې دپاکستان دسفارت سلایار وغوښتی ؤ.همداراز دپاکستان خارجه وزارت هم  دافغانستان له خاورې دپاکستان په سرحدی ځواک دیرغلګرو په حملې په اعتراض کې  په اسلام ابادکې د افغانستان  سلاکاراحضار کړی  دی.