دافغانستان ولسمشر طالبانو ته ګواښ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i82027-دافغانستان_ولسمشر_طالبانو_ته_ګواښ_وکړ
زمونږخبریال وایی د افغانستان ولسمشر اشرف غنی پرون د کابل ترهګرې بم چاودنې دغندلو په ترڅ کښې ټینګار وکړ که چیرې طالبانو ډله سوله ونه منی له دغه ډلې سره به دکابل د حکومت مبارزه زیاته شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 08, 2019 23:56 Asia/Kabul
  • طالبانو دله راز د هرات ولایت  د فارسي ولسوالۍ په قریه پل سیمې برید سره څوارلس (۱۴) ملکیان په ډزو ووژل .
    طالبانو دله راز د هرات ولایت د فارسي ولسوالۍ په قریه پل سیمې برید سره څوارلس (۱۴) ملکیان په ډزو ووژل .

زمونږخبریال وایی د افغانستان ولسمشر اشرف غنی پرون د کابل ترهګرې بم چاودنې دغندلو په ترڅ کښې ټینګار وکړ که چیرې طالبانو ډله سوله ونه منی له دغه ډلې سره به دکابل د حکومت مبارزه زیاته شی .

هغه وویل طالبانو ډله باید د افغانستان دخلکو سوله غواړی غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی ګڼی د پوځ او دامنیتی ځواکونو لخوا به  سخته وځپل شی .

پرون د کابل په شهرنو سیمه کښې په ترهګرې بم چاودنې کښې پینځه (5) کسان وژل شوی وو چې طالبانو ډلې یې مسولیت پرغاړه اخیستی دی .

بل خبر دا چې طالبانو د هرات ولایت په فارسی ولسوالۍ کښې په یوه (۱) کور برید سره یوه(۱) میرمنه او یوسړی له خپل زوی سره یوځاې ووژل .

طالبانو ددغه کورنۍ یو(۱) غړی وتښتوه .

طالبانو دله راز د هرات ولایت  د فارسی ولسوالۍ په قریه پل سیمې برید سره څوارلس (۱۴) ملکیان په ډزو ووژل .