بشري حقوق، له طالبانو سره د مذاکرې سره کرښه ده
-
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د بشري حقوقو د اصولو خیال ساتل له طالب ډلې سره د خبرواترو داسې بنیادي برخه وبلله چې هیڅ نرمي په کښې نه شي کیدی.
ایرنا خبري آژانس لیکلي چې افغان خارجه وزیر صلاح الدین رباني په کابل کښې د افغانستان د حکومت او اروپايي اتحادیې د کاري کمیټې په دویمه غونډه کښې وویل: د افغانستان حقوقي نظام چې د اسلام او د بشري حقوقو په بنیادي ارزښتونو ولاړ دی، د صلحې د خبرواترو او ملي پخلاینې ته د رسیدو لپاره یې معلوم حدود برابر کړي دي چې د انسان د حقوقي اصولو احترام، خیال ساتل او پوره کول یې له طالب ډلې سره د خبرواترو بنیادي او نه انکاریدونکې برخه ده.
د ویلو ده چې د بشري حقوقو، حکومتولۍ او کډولۍ په هکله د کابل د حکومت او اروپايي اتحادیې د کاري کمیټې دویمه غونډه په کابل کښې د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کښې ترسره شوه.