د ولسي جرګې د سلاکارې د قتل وجوهات دې تعقیب کړی شي
May 13, 2019 03:06 Asia/Kabul
د (نی) په نامه د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړې نادولتي موسسې د یوې خبرپانې په خپرولو سره د دغه هیواد د ولسي جرګې د کلتوري کمیشن د مرستیالې د وژلې د دلایلو د څرګندیدو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړې نادولتي موسسې په خپله خبرپاڼه کښې د خبریالانو خلاف تاوتریخوالي اندیښمنونکي او خواشینونکي وبلل او له چارواکو یې وغوښتل چې معلومه کړي چې د مینا منګل وژله د هغې په رسندویو فعالیتونو پورې اړونه وه او که نه.
د ویلو ده چې د افغانستان د ولسي جرګې د کلتوري کمیشن سلاکاره مینا منګل چې مخکښې یې د افغانستان په ټیلیویژني چینلونو کښې د اینکرې او خبریالې په توګه فعالیت درلود، وړمه ورځ په کابل کښې د نامعلومو کسانو د ډزو له امله وژل شوې ده.
ټیګونه