دافغانستان په هرات کې ۳۷ تاریخې اثار موندل شوي
May 14, 2019 01:34 Asia/Kabul
د هرات د اطلاعاتو اوکلتور ریاست د کلتوري څانګي امر جاوېد ضرغام وویل چې دغه آثار له اسلام مخکې او تر اسلام وروسته وختونو پورې اړوند دي.
د افغان رسندویو له راپور سره سم د هرات د کهسان ولسوالۍ په مربوطاتو کې اووه دیرش تاریخې اثار موندل شوي چې زرګونه کلونه مخینه لري.
د هرات د اطلاعاتو اوکلتور ریاست د کلتوري څانګي امر جاوېد ضرغام وویل چې دغه آثار له اسلام مخکې او تر اسلام وروسته وختونو پورې اړوند دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد هم ویلي چې دغه اثار څو زره کلن دی .
دغه اثار د کهسان ولسوالۍ د یوه بزګر لهخوا د کرنې پر مهال وموندل شول او د هرات والي ته وسپارل شول.
پهدې اثارو کې ډبرین او خټین لوښي هم شامل دي.
ټیګونه