د کابل پارلماني ټاکنو وروستۍ نتيجې اعلان شوې
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېشن پرون ماښام د کابل پارلماني ټاکنو وروستۍ نتيجې اعلان کړې.
د یاد کمېشن ویاند، عبدالعزیز ابراهیمي د کابل د انتخاباتو نتائجو د اعلان ځنډ د رایو لا ډېره څېړنه بولي.
د ټاکنو کمېشن لخوا د خپاره شوي نوملړ له مخې ۳۳ نوماندانو چې لوړې رایې درلودې، پارلمان ته لاره پیدا کړې ده.
د کابل پارلماني انتخابات د تېر نمریز کال د تلې په ۲۸ او ۲۹مه نېټه ترسره شوي وو، خو په انتخاباتو کښې د ټګيو د ادعا له مخې یې نتيجې تقريباً شپږ میاشتې وځنډېدې.
د نوي خپاره شوي نوملړ له مخې دې کسانو پارلمان ته لاره پیدا کړې ده.
حاجی اجمل رحماني،الحاج عبدالقیوم خیرخواه،خانآغا رضایي،الحاج ملا محمدخان احمدي،فدا محمد الفت صالح، احمدجاوید جیحون،میرالمانالله گذر،الحاج امیرگل شاهین،غلامحسین ناصري،ډاکټر رمضان بشر دوست،الحاج سید محمد محمدي،الحاج الله گل مجاهد،حاجی خان محمد وردک،الحاج قاضی میرافغان صافی، نجیبالله ناصر،حبیب الرحمن سیاف،انورخان اوریاخیل،صوفی عبدالرازق استالفي،توفیق وحدت،حاجی زړگی حبیبي،محمد نعیم وردک،حاجی حفیظالله جلیلي،عرفانالله عرفان، عبدالله کلیمزی وردک
او په ښځينه کسانو کښې دا نومونه شامل دي:
وکیل فاطمه نظري،جنرال نظیفه ذکي،شینکۍ کروخیل،مرسل نبیزاده، فوزیه ناصریار گلدرۍ، روبینا جلالي،مریم سما، زهره نوروزي او بی بی حاجی پروین دراني.