د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو راې ورکونکو نوم ثبتونه وځنډول شوه
May 17, 2019 15:45 Asia/Kabul
د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمېشن د دغه هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو د راې ورکونکو د نوم ثبتونې د بهير اودرولو خبر ورکړ.
د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د انتخاباتو د کمېشن د دارالانشاء مشر حبيب الرحمان ننګ وويل، د پروګرام مطابق ټاکل شوې وه پرون د زيارت په ورځ په ټول هېواد کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د راې ورکونکو د نوم ثبتونې بهير شروع شي چې دغه بهير ځنډول شوے دے.
هغه د نوم ثبتونې د بهير د شروع کولو لپاره د دغه کمېشن په چمتووالي باندې په تاکيد سره وويل، له دې سره سره د امنيتي ادارو لخوا يې تر اوسه څه ځواب نه دے ترلاسه کړے.
ټیګونه