د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو راې ورکونکو نوم ثبتونه وځنډول شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i82219-د_افغانستان_د_ولسمشرۍ_د_انتخاباتو_راې_ورکونکو_نوم_ثبتونه_وځنډول_شوه
د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمېشن د دغه هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو د راې ورکونکو د نوم ثبتونې د بهير اودرولو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 17, 2019 15:45 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو راې ورکونکو نوم ثبتونه وځنډول شوه

د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمېشن د دغه هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو د راې ورکونکو د نوم ثبتونې د بهير اودرولو خبر ورکړ.

د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د انتخاباتو د کمېشن د دارالانشاء مشر حبيب الرحمان ننګ وويل، د پروګرام مطابق ټاکل شوې وه پرون د زيارت په ورځ په ټول هېواد کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د راې ورکونکو د نوم ثبتونې بهير شروع شي چې دغه بهير ځنډول شوے دے.

هغه د نوم ثبتونې د بهير د شروع کولو لپاره د دغه کمېشن په چمتووالي باندې په تاکيد سره وويل، له دې سره سره د امنيتي ادارو لخوا يې تر اوسه څه ځواب نه دے ترلاسه کړے.