ښايي د افغانستان ولسمشریز انتخابات له بایومیټرک سیسټم پرته ترسره شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i82230-ښايي_د_افغانستان_ولسمشریز_انتخابات_له_بایومیټرک_سیسټم_پرته_ترسره_شي
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیشن د بایو میټرک ټیکنالوجۍ له استعمالولو پرته د دغه هیواد د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو د ترسره کولو احتمال ورکړی دی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 18, 2019 07:47 Asia/Kabul
  • ښايي د افغانستان ولسمشریز انتخابات له بایومیټرک سیسټم پرته ترسره شي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیشن د بایو میټرک ټیکنالوجۍ له استعمالولو پرته د دغه هیواد د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو د ترسره کولو احتمال ورکړی دی.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان د انتخاباتو د کمیشن د دارالانشاء مشر حبیب رحمان ننګ پرون له بایومیټرک ټیکنالوجۍ له ګټه پورته کولو پرته د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو د احتمال په هکله د جزئیاتو له ورکولو پرته زیاته کړه: د دغې ټیکنالوجۍ په کارولو سره د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره حالات برابر نه دي.

دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان د ملي وحدت دحکومت اجرايي مشر عبدا... عبدا... د انتخاباتو د کمیشن د دې پریکړې په غبرګون کښې هغه د قانون خلاف ورزي او د درغلۍ او ټکۍ لپاره لاره هوارول بللي دي.

بایومیټرک سیسټم د افغانستان د تیرو پارلیماني انتخاباتو د شفافیت په موخه وکارول شو خو د دغه هیواد د انتخاباتو د کمیشن په وینا، د دې ټیکنالوجۍ استعمال هم په رڼه توګه د انتخاباتو د ترسره کیدو سبب نه شو.