په ولسي جرګه کښې د شخړې ختمولو لپاره ځانګړې پلاوی وټاکل شو
د افغانستان د پارلیمان استازو د دغه ارګان د مشرۍ په سر د اختلاف او شخړې د ختمولو لپاره د یو پنځلس کسیز پلاوي د جوړولو خبر ورکړ.
له کابله زمونږ خبریال وايي چې د یاد پلاوي په ترکیب کښې پنځه تنه د ولسي جرګې د اعلان شوي مشر میر رحمان رحماني پلویان، پنځه تنه د معترضو استازو په توګه د کمال ناصر اصولي پلویان او پنځه تنه بې پلوه استازي شتون لري.
ټاکل شوې چې دغه پلاوی د افغانستان په ولسي جرګه کښې د اختلاف د ختمولو او د مشرتابه د ستونزې د هواري لپاره یوه حل لاره وړاندې کړي.
نن د کمال ناصر اصولي پلویانو د ولسي جرګې د مشرتابه په ځاې کښې په شتون سره میر رحمان رحماني د مشرۍ په څوکۍ کښیناستو ته پرې نښوده.
معترضان ادعا کوي چې د ولسي جرګې مشر په غیرقانوني توګه او د نصاب له حده د یوې کمې راې په ترلاسه کولو سره د پارلیمان په مشرۍ غوره شوی دی.