افغانستان د صلحې په بهیر کښې د امریکې له پټونو اندیښمن دی
د افغانستان د صلحې د عالي شورا د دارالانشاء مشر له دې څخه چې امریکا د افغانستان حکومت له طالبانو سره د خپلو خبرواترو له ټولو جزئیاتو نه خبروي، اندیښنه څرګنده کړه.
د افغانستان د صلحې د عالي شورا د دارالانشاء مشر له دې څخه چې امریکا د افغانستان حکومت له طالبانو سره د خپلو خبرواترو له ټولو جزئیاتو نه خبروي، اندیښنه څرګنده کړه.
تسنیم خبري آژانس لیکلي دي چې محمد عمر داودزي هندوستان ته په سفر کښې خبریالانو ته وویل: امریکې له طالب ډلې سره په خبرواترو سره د دغې ډلې موقعیت پياوړی کړی دی.
له دې مخکښې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد ا... محب هم د صلحې په بهیر کښې د افغانستان د حکومت د څنګته کولو په وجه د ټرمپ په حکومت نیوکه کړې وه.
هغه ویلي وو چې د ډونلډ ټرمپ حکومت د افغانستان د ولسمشر خلاف په دسیسې سره هڅه کوي چې د کابل حکومت د استعماري دولتونو په شان یو حکومت باندې بدل کړي.