په افغانستان او مرکزي اېشيا کښې د داعش اوږد مهاله اهداف
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i82309-په_افغانستان_او_مرکزي_اېشيا_کښې_د_داعش_اوږد_مهاله_اهداف
د تاجېکستان ولسمشر امامعلي رحمان تاکيد وکړ: داعش ترهه ګره ډله د مرکزي اېشيا په جمهوريتونو کښې د نفوذ او ناامنۍ د رامنځته کولو لپاره افغانستان ته د منتقلولو په حال کښې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 21, 2019 12:25 Asia/Kabul
  • په افغانستان او مرکزي اېشيا کښې د داعش اوږد مهاله اهداف

د تاجېکستان ولسمشر امامعلي رحمان تاکيد وکړ: داعش ترهه ګره ډله د مرکزي اېشيا په جمهوريتونو کښې د نفوذ او ناامنۍ د رامنځته کولو لپاره افغانستان ته د منتقلولو په حال کښې ده.

امامعلي رحمان په دوشنبې ښار کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې د نړيوالې او سيمه ايزې ملګرتيا په کانفرنس کښې همدارنګ وويل: د ترهه ګرو ډلو اقدامات د مرکزي اېشيا د هېوادونولپاره جدي ګواښ دے.

د تاجېکستان د ولسمشر څرګندونې د دې حقيقت ښودونکې دي چې د داعش په شان ترهه ګرو ډلو سره له لوړ رتبه تاجېک چارواکو څخه د زيات شمېر کسانو د وابستګۍ باوجود د دوشنبې د حکومت چارواکي د دغې ترهه ګرې ډلې د څرګندېدو او نفوذ په حقائقو پوهه دي.

په دې کښې شک نشته چې امريکه له دغو ترهه ګرو ډلو څخه د ملاتړ په دوام سره کوشش کوي له داعش وسله والوترهه ګرو څخه د خپلواکو هېوادونو په تېره بيا د ايران او روسيې په خلاف ګټه اوچته کړي.

په دې مېنځومان کښې د مرکزي اېشيا جمهوريتونه به د ترهه ګرو د انتقالولو په بحران کښې د راتلو او د هغه په وجه رامنځته شويو زيانونو ترڅنګه د لويديځو سلطه پالو حکومتونو لپاره د وسيلې رول ولوبوي.

له دې مخکښې د رو سيې حکومتي چارواکو او د افغانستان د ولسي جرګې يو شمېر استازيو او افغان سياسي کارپېژاندو امريکه له داعش ترهه ګرې ډلې څخه په ملاتړ او افغانستان ته د دغې ترهه ګرې ډلې په منتقلولو تورنه کړې وه.

په حقيقت کښې بايد وويل شي چې دا وړومبے ځل نه دے چې افغان سياستوالان له داعش ترهه ګرې ډلې څخه د امريکې ملاتړ په ډاګه کوي او افغانستان ته د هغو د منتقلولو موضوع ته پاملرنه کوي.

حقيقت دا دے چې د داعش ترهه ګرې ډلې راڅرګندېدول او په افغانستان کښې د دغې ډلې مضبوطول د سيمې او نړۍ بدلونونو ته په پام سره په دغه هېواد کښې د لويديځو حکومتونو په تېره بيا د امریکې د لوبې نوې پاڼه ګڼل کيږي.

په سيمه کښې د نويوپلانونو د عملي کولو لپاره د لويديځوالو د اوږدمهاله شتون په هدف سره د وخت اخېستل په افغانستان کښې له داعش څخه د لويديځ د ملاتړ يو بل هدف بلل کيږي.

د لويديځ د دغو غېر اصولي اهدافو ترڅنګه له عراق او سوريې څخه د افغانستان په شان د ژوند نوي ځاے ته د د داعش ترهه ګرې ډلې له کوچېدو سره مرسته ده.

په عين حال کښې امريکې خپل ټولو کوششونه دې لپاره کړي دي چې د ضرورت او لازموالي په صورت کښې د مرکزي اېشيا جمهوريتونو ته د دغې ترهه ګرې ډلې د منتقلولو امکان له مخکښې نه زيات رامنځته شي.

په دې کښې شک نشته چې د امريکې واکمنان او د هغې لويديځ ملاتړي کوشش کوي چې د افغانستان شمالي پولو څخه د مرکزي اېشيا جمهوريتونو ته د ترهه ګرۍ په صادرولو سره ، روسيه او چاپېره هېوادونه ناامنه کړي.