د افغانستان په دریو ولایتونو کښې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i82458-د_افغانستان_په_دریو_ولایتونو_کښې_طالبانو_ته_درنه_مرګ_ژوبله_اوښتې
د افغانستان ملي اردو په فاریاب، سرپل او بلخ ولایتونو کښې په کړو بریدونو کښې د طالب وسله والو د درنو تلفاتو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 28, 2019 14:34 Asia/Kabul
  • د افغانستان په دریو ولایتونو کښې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان ملي اردو په فاریاب، سرپل او بلخ ولایتونو کښې په کړو بریدونو کښې د طالب وسله والو د درنو تلفاتو خبر ورکړ.

د افغانستان پوځ نن په یوه خبرپاڼه کښې ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د فاریاب ولایت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ، د بلخ ولایت په سوزمه قلعه ولسوالۍ او هم داشان په سرپل ولایت کښې د طالب وسله والو د مرکزونو خلاف د پوځي ځواکونو په هوايي حملو کښې هم داشان لسګونه طالبان وژل شوي دي.

ویل کیږي چې په وژل شویو کښې د طالبانو یو قومندان هم شامل دی.

د افغانستان د پوځ په خبرپاڼه کښې راغلي دي چې په دغو بریدونو کښې د افغانستان څلور تنه امنیتي ځواکونه هم وژل شوي او یوشمیر نور زخمي شوي دي.