په کابل کښې حملې شپږ کسان وژلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i82503-په_کابل_کښې_حملې_شپږ_کسان_وژلی_دی
زمونږخبریال وایی د افغانستان د پلازمینې کابل د پینځمې امنیتی حوزې اړوند په قمبر څلور لاره کښې دمحمد قسیم فهیم ملی دفاعی پوهنتون ته د ننوتلو په لومړۍ دروازې کښې ځان مرګی حمله شوی ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2019 08:42 Asia/Kabul
  • عیني شاهدان وایي چې محصلین د جمعې رخصتۍ لپاره کورونو ته روان وو چې برید پرې شوی دی .
    عیني شاهدان وایي چې محصلین د جمعې رخصتۍ لپاره کورونو ته روان وو چې برید پرې شوی دی .

زمونږخبریال وایی د افغانستان د پلازمینې کابل د پینځمې امنیتی حوزې اړوند په قمبر څلور لاره کښې دمحمد قسیم فهیم ملی دفاعی پوهنتون ته د ننوتلو په لومړۍ دروازې کښې ځان مرګی حمله شوی ده

د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز ویلی، په چاودنه کې لږترلږه شپږ (6)کسان وژل شوی او شپږ(6) نور ټپیان شوی دی، چې په وینا حمله کونکی   غوښتل پوهنتون ته ننوځی، خو ساتونکو پېژندلی او برید کونکی  پر ځان پورې تړلی چاودېدونکی توکی چوولی دی.

ښاغلی فرامرز وایی، بریدګر غرمه مهال ۱۲ بجې پلی روان و او د لومړی قراول دروازه کې ساتونکو پېژندلی دی.

نوموړی وایی، د وژل شویو او ټپیانو هویت معلوم نه دی

عینی شاهدان وایی چې محصلین د جمعې رخصتۍ لپاره کورونو ته روان وو چې برید پرې شوی دی