په ننګرهار کښې يو بل ديني عالم ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i82756-په_ننګرهار_کښې_يو_بل_ديني_عالم_ووژل_شو
د افغانستان په ننګرهار ولایت کښې نامعلومو وسله والو یو بل دیني عالم په ډزو وواژۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 12, 2019 10:49 Asia/Kabul
  • په ننګرهار کښې يو بل ديني عالم ووژل شو

د افغانستان په ننګرهار ولایت کښې نامعلومو وسله والو یو بل دیني عالم په ډزو وواژۀ.

له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستتان ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي وويل: نا معلومو وسله والونه سهار د دغه ولایت د ښېوې ولسوالۍ د قلعټک د جامع جومات خطیب مولوی سفی الله حنفی په  داسی حال کښې دبی غږه تومانچې په ډزو وواژۀ چې د سهار د نمانځه د ادا کولو لپاره جومات ته روان ؤ.

 د والی ویاند وویل بریدګر له برید وروسته په تیښته بریالی شو خو پر وینا یی چی امنیتی ادارو په دې اړه تحقيقات پیل کړي دي.په سیمه کښې عیني شاهدانو ویلی چی وژل شوے دینی عالم د دغې ولسوالۍ دتوکل بابا په نوم لیسه کښې د ښوونکي دنده هم تر سره کوله.

 تر اوسه د دغه دیني عالم د وژلو ذمه واري د دولت کومې مخالفی ډلې په غاړه نده اخېستې. تقريباً یوه میاشت وړاندې هم نا معلومو وسله والو د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د هډي اخوندزاده چې سیمه کښی د یو جامع جومات امام ؤ په ډزو وژلی ؤ.